انس بن مالک رضي الله عنه فرمايي چې : له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې واورېدل چې فرمايل يې : څوک چې د څاښت لمونځ دولس رکعته وکړي نو الله جل جلاله به په جنت کې د ده لپاره د سرو زرو يوه ماڼۍ جوړه کړي . ( ترمذي ، ابن ماجه )
عن أنس بن مالك قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : من صلى الضحى ثنتي عشرة ركعة - بنى الله له قصرا من ذهب في الجنة . ( الترمذي و ابن ماجه )
د څاښت ( اشراق ) د لمونځ وخت :
امام نووي رحمة الله عليه فرمايي چې : د لمر ختلو نه وروسته تر زوال پورې چې کوم لمونځ کېږي ، هغه ته صلاة ضحی د څاښت لمونځ وايي ، ( يعنې په اشراق او څاښت کې فرق نشته ) د دې غوره وخت دادی چې د لمر له ګرمېدلو او ښه پورته کېدلو وروسته وشي ، او کنه نو د لمر له را ختلو وروسته تر زوال پورې په هر وخت کې يې کولای شي ، همدا خبره امام عيني رحمة الله عليه هم کړې ده .
امام حصكفي فرمايي : د څاښت د لمونځ وخت دادی چې لمر را پورته شي ، له دې وخت نه نېولې د لمر تر کږېدلو ( زوال ) پورې وخت لري ، ښه خبره داده چې د ورځې د څلورمې برخې له تېرېدلو نه وروسته يې وکړي .
لږ تر لږه دوه او ډېر يې دولس رکعتونه دي ، او درميانه يې اته رکعتونه بيان شوي دي ، او دا اته رکعتونه يې غوره دي ، ځکه چې دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خبرې او عمل څخه ثابت دي ، او دولس يواځې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له قول څخه ثابت دي . ( الدر المختار )
د عامو عالمانو په اند د څاښت او اشراق په لمانځه کې فرق نشته ، هر هغه لمونځ چې له لمر ختلو نه وروسته تر لمر کږېدلو زوال پورې کېږي ، اشراق او څاښت بلل کېږي .
خو ښه خبره داده چې د لمر له ختلو سره سم دوه يا څلور رکعتونه وکړي ، بيا چې کله لمر ښه تود شي د څاښت په وخت کې بيا نو څلور ، اته يا دولس رکعتونه وکړي .
امام غزالي رحمة الله عليه فرمايي چې : غوره خبره داده چې دوه رکعتونه هغه وخت وکړي چې څنګه لمر نوی را پورته شي ، ( چې دې ته د اشراق لمونځ وايي ) بيا دې څلور ، شپږ يا اته رکعتونه هغه وخت وکړي ، چې کله لمر ښه را پورته او تود شي ، داسې چې پښې د لمر په وړانګو باندې تودې شي ( چې دې ته د څاښت لمونځ وايي ) . (إحياء العلوم : 2 /15 ) نو د اشراق دوه يا څلور رکعتونه دې د لمر له ختلو او يوه نېزه پورته کېدو نه وروسته کوي ، او د څاښت لمونځ دې هغه مهال کوي چې د ورځې څلورمه برخه تېره شي ، يعنې که ورځ د دولسو ساعتونو وي ، نو چې له لمر ختلو نه وروسته درې ساعتونه تېر شي . و الله أعلم . نېزه د انسان د قد اومره وي ، پخوا به په جنګونو کې کارېدله .
عن زيد بن أرقم رضي الله عنه : أنه رأى قوما يصلون من الضحى في مسجد قباء , فقال أما علموا أن الصلاة في غير هذه الساعة أفضل , إن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : " صلاة الأوابين حين ترمض الفصال " .( مسند البزاز برقم : 4316 , و اللفظ له , و مسلم ) قال النووي : صلاة الأوابين حين ترمض الفصال ، هو بفتح التاء و الميم ، يقال :رمض يرمض كعلم يعلم ،و الرمضاء : الرمل الذي اشتدت حرارته بالشمس ، أي : حين يحترق أخفاف الفصال ، و هي الصغار من أولاد الإبل , جمع فصيل من شدة حر الرمل , و الأواب : المطيع و قيل : الراجع إلى الطاعة , و فيه فضيلة الصلاة هذا الوقت قال أصحابنا هو أفضل وقت صلاة الضحى وان كانت تجوز من طلوع الشمس إلى الزوال ( شرح مسلم للنووي ، باب صلاة الليل ) عن عبد الله بن الحارث : أن ابن عباس كان لا يصلي الضحى حتى أدخلناه على أم هانئ فقلت لها : اخبري ابن عباس بما أخبرتينا به ، فقالت أم هانئ : دخل رسول الله صلى الله عليه و سلم في بيتي فصلى صلاة الضحى ثمان ركعات فخرج ابن عباس و هو يقول : لقد قرأت ما بي
افغانستان